یادونه:
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه چې له ۵ کلونو را په دې خوا د یوې رسنېزې ادارې او د ژورنالیستانو د ټولېدو د یوه مرکز په توګه ویاړی چې خپل نوم یې د رسنیو او بیان د آزادۍ د یو داسې قهرمان له نامه اخیستی چې له نن څخه یې څو لسیزې وړاندې هم د هېواد او ولس د نن ورځې وضعیت په اړه فکر درلود او په اړه یې وړاندوینې کړې دی، که څه هم د شهید منهاج الدین ګهیځ د ژوند د حالاتو او مفکورې په اړه به د نن ورځې د ژورنالیستانو او لیکوالو تر منځ د معلوماتو کچه کمه وی، خو د رسنیو د ډګر د دې قهرمان د ژوند او مفکورې په اړه په دې لیکنه کې را غونډ شوی مواد، له ټولو نیمګړتیاو سره کېدای شی د ده د ژوند او کارنامو د عامیدو او معلوماتو د بشپړېدو سبب شی. اداره
شهید منهاج الدین ګهیځ:
شهید منهاج الدین گهیځ په افغانستان کې د څوارلسمې لمریزې پېړۍ له روحانیونو، تکړه ورځپاڼه لیکوونکو او لیکوالو څخه ؤ، چې د پیاوړی ملی او اسلامی فکر او اند خاوند ؤ او د همدې کرښې له مداره یې د خپلې مبارزې وړانګې غوړولې، د ګهیځ په نامه یې اونیزه خپروله چې د اسلامی فکر د خپرېدو او د ملی ګټو د خوندیتوب لپاره یې مبارزه کوله او {ادْعُ إِلَى سَبِیلِ رَبِّکَ بِالْحِکْمَهِ وَالْمَوْعِظَهِ الْحَسَنَهِ} [النحل : ۱۲۵] تګلاره یې خپله کړې وه.
د ګهیځ اصلی موخه د افغان مسلمان ولس فکری رغونه، د افغانانو پام سیاسی او تاریخی راتلونکی ته اړول، د ولس پام ختیځو او لویدیځو دښمنانو ته ور ګرځول، د اسلامی طرز تفکر خپرول او غوړول او د افغانستان د ګټو خوندیتوب ؤ. د “ګهیځ” اونیزه په دو ژبو پښتو او دری باندې خپرېده او په ټول افغانستان کې یې لوستوونکی لرل.
زوکړه او لومړنۍ زده کړې:
منهاج الدین ګهیځ د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ له یوې دیندارې او روڼ اندې کورنۍ سره تړاو درلود، ګهیځ د یوې روڼ اندې، دیندارې او پوهه پالوونکې کورنۍ زوی ؤ . هغه په ۱۹۲۲ زیږدیز کال کې د بدخشان په فیض آباد کې سترګې وغړولې، پلار یې قاضی برهان الدین په خپل وخت کې لوی عالم او قاضی ؤ . قاضی برهان الدین د رسمی دندې تر څنګ د خان آباد جریدې مسؤولیت هم پر غاړه درلود. د ګهیځ کورنۍ په اصل کې د ننګرهار د خوګیاڼیو ولسوالۍ سره تړاو لری چې بیا وروسته د کندوز ولایت خان آباد ولسوالۍ ته کډه شوی او هلته یې ژوند غوره کړی دی.
شهید منهاج الدین ګهیځ خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار یعنې قاضی برهان الدین څخه په کور کې ترسره کړې دی. هغه له ډېر ماشومتوب څخه ذهین او ذکی زده کوونکی ؤ او د علم او ادب سره یې ځانګړې مینه درلوده. وروسته بیا ګهیځ د رسمی زده کړو لپاره د خان آباد ښوونځی ته ولاړ چې خان آباد کې یې موقعیت درلود. ګهیځ د علم تږی ؤ؛ ځکه نو کابل ته د لوړو زده کړو لپاره ولاړ او د کابل دارالمعلمین کې شامل شو چې هغه وخت یې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې موقعیت درلود. ګهیځ له همدې دارالمعلمین څخه فارغ شو او په یوه لېسه کې د ښوونکی په دنده وګمارل شو.
ګهیځ اووه خورګانې او څلور نور وروڼه لرل چې مشر یې همدی ؤ او نور وروڼه یې هر یو استاذ نور احمد خان، ارواښاد مفتاح الدین، استاذ صلاح الدین او بل یې د پښتو ژبې لوی لیکوال ارواښاد سعد الدین شپون ؤ همدارنګه شهید منهاج الدین ګهیځ څلور زامن او اووه لورګانې لرلې.
لکه چې یادونه وشوه د شهید منهاج الدین ګهیځ پلار د خپل وخت یو لوی عالم ؤ، قاضی برهان الدین له حقوقو، شرعیاتو، سیاست، ژورنالیزم او ادبیاتو سره مینه درلوده او په وطن مین سړی ؤ.
داسې ښکاری چې له ادبیاتو او ژورنالیزم سره مینه شهید ګهیځ ته له پلار څخه په میراث پاتې شوې وه، ګهیځ هم د پلار په شان په اسلام مین او ملت پال انسان ؤ.
له کتاب او قلم سره مینه:
ګهیځ په کتاب او قلم مین سړی ؤ، آن له ماشوم توب څخه یې بېلابېل کتابونه مطالعه کول، بیا چې رسمی مکتب ته لاړ هلته دغه بهیر لا زیات شو او بالاخره دغه بهیر کله چې ګهیځ د کابل دارالمعلمین ته پښه کېښوده اوج ته ورسید، هغه د خپل پلار په څېر له شرعیاتو، سیاست، حقوقو، ژورنالیزم او ادبیاتو سره سخته مینه درلوده. له دی سره سره ګهیځ د نړۍ له حالاتو باخبره سړی ؤ او تل یې د نړیوال سیاست په هکله کتابونه لوستل او د نورو هېوادونو له سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو کړنو او د نړۍ د نویو علومو او پرمختګ څخه باخبر ؤ، آزادو زده کړو او مطالعې د ګهیځ پر فکری او ایډیالوژیک شخصیت خورا مثبتې اغېزې درلودې.
په هغه وخت کې چې ګهیځ ژوند کولو په افغانستان کې دارالمعلمین د عامو خلکو لپاره تر ټولو په لوړه کچه لوړې زده کړې ګڼل کېدې او شهید منهاج الدین ګهیځ هم دلته تر زده کړو وروسته په ټولنیزو چارو کې ډېر ښکېل شو او ټول ژوند یې د علم او پوهې په خپرولو او د ځوانانو په فکری رغونه کې تېر کړ.
شهید منهاج الدین ګهیځ هم د افغانستان د نورو وګړو په څېر د افغانستان او نړۍ د هغه وخت له تحولاتو بې اغېزې نه ؤ پاتې، بل خوا د ګهیځ په وخت کې کابو ټوله نړۍ هم د چټکو تحولاتو له تجربې تېرېده، او څنګه چې شهید منهاج الدین ګهیځ تل له نړیوال سیاست سره علاقه درلوده او له انګلیسی ژبې سره هم بلد ؤ، نو هڅه یې کوله چې په نړیواله کچه هغه کتابونه چې ډېری یې په انګلیسی ژبه خپرېدل ولولی او ځان د نړۍ له پرمختګ او نورو سیاسی، ټولنیزو او اقتصادی حالاتو څخه خبر کړی چې دغه بهیر د ګهیځ فکری او ایډیالوژیکی پوهې ته جامع او لا زیاته وده ورکړه.
ګهیځ با احساسه او په وطن مین انسان ؤ. په هغه وخت کې چې درې سلنه افغانانو هم لوړې زده کړې نه درلودې، ګهیځ د لوړو زده کړو خاوند ؤ. په هغه وخت کې د افغانستان تعلیمی وضعیت بې حده زیات خراب ؤ او په داسې حال کې چې با تحصیله کسان ډېر کم وو، داسې احساس یې کولو چې لوی مسؤولیت یې پر غاړه دی.
شهید منهاج الدین ګهیځ نه یوازې با تحصیله افغان ؤ، بلکې یو با احساسه ښوونکی هم ؤ، ځکه خو د افغانانو خراب تعلیمی وضعیت تل ځورولو، هغه غوښتل چې افغانان د اسلامی او معاصرو علومو نه خبر شی او همدا ژور احساس د دې لامل شو چې د ګهیځ اونیزه جریده یې پیل کړه ترڅو له هغې لارې په آسانه توګه با تحصیله وګړی د ټولنې له وضعیت نه خبر کړی ترڅو هغوی خپلو ملی او اسلامی مسؤوولیتونو ته پام وکړی.
له بلې خوا ګهیځ له اقتصادی پلوه له یوې منځنۍ کورنۍ سره تړاو درلود، ځکه یې ډېر ځله راډیکال او اصلاح غوښتوونکی شخصیت ځان ته غوره کولو، او د اصلاحاتو عدالت او برابرۍ غوښتوونکی ؤ.
ګهیځ او د افغانستان اسلامی نهضت:
شهید منهاج الدین ګهیځ په هغه وخت کې د افغانستان د اسلامی نهضت یا مسلمانو ځوانانو د سازمان غړی هم ؤ چې دغه سازمان د نوم په اړه د نظریاتو اختلافات شته هغه داسې چې ځینې ورته د افغانستان د ځوانانو جنبش، ځینې ورته د مسلمان ځوانانو جمعیت او ځینې نور ورته بیا د افغانستان اسلامی جمعیت هم وایی، خو په هر صورت دغه سازمان چې د کابل پوهنتون د هغه وخت څو تنو روڼ فکرو مسلمانانو له خوا جوړ شوی ؤ او شهید ګهیځ هم د دغه نهضت فعال غړی ؤ او په دې فکر ؤ چې اسلامی حرکتونه حتا که جوړښتونو کې یې ستونزې هم شتون لری بیا هم پر بهرنیو عناصرو باندې تر اتکاء ښه او افغانستان ته ګټور دی.
هغه یوازې د اسلام د مبارزینو د دایرې پراخولو لپاره له دغه سازمان سره یوځای ؤ او کلکه عقیده یې درلوده چې که ټول افغانان خپلې کړنې اسلامی کړی او خپلو مسؤولیتونو ته پام وکړی، نو افغانستان به تل خپلواک او سوکاله هېواد پاتې شی، خو که مسلمانان خپل فکر ته بدلون ورنکړی او ویده پاتې شی نو راتلونکی کې به سخت نادم او پښیمانه وی.
د مسلمانو ځوانانو سازمان، د شهید ګهیځ اسلامی او ملی شخصیت ته نوره هم وده ورکړه او د هغه حوصله یې د اسلامی او ملی خدمت لپاره نوره هم پراخه کړه.
شهید منهاج الدین ګهیځ د کابل له دارالمعلمین څخه تر فراغت وروسته په غازی لېسه کې د ښوونکی په توګه وګمارل شو. نوموړی په دغه لېسه کې تر ډېره وخته د ښوونکی په توګه کار وکړ، بیا وروسته یې د آریانا په نوم په یو ترانسپورټی او بارچالانۍ شرکت کې کار وکړو. د حج پر وخت د نوموړی شرکت له خوا د حاجیانو د میلمه پالنې لپاره د سعودی عربستان په جده ښار کې د همدې شرکت د استازی په توګه وټاکل شو. مخکې له دې چې شهید منهاج الدین ګهیځ د “ګهیځ” اونیزې جریدې په خپرولو پیل وکړی، سیاسی پټ فعالیتونه یې درلودل او د هغه وخت له اسلامی نهضت سره یې اړیکې وې، کله چې نوموړی د پلخمری په نساجی فابریکه کې دنده درلوده د خپلو سیاسی نظریاتو او فعالیت له امله له دندې ګوښه کړاى شو. بیا څه وخت وزګار ؤ، او په خپل کلی کې یې دوکان درلود. منهاج الدین ګهیځ غریبانه ژوند درلود او ژوند یې په ټولیزه توګه له سختو اقتصادی ستونزو سره یو ځای تېر کړ، خو هېڅکله یې مادیاتو ته اهمیت ورنکړ او تل د معنویاتو په لټه کې ؤ.
د “ګهیځ” اونېزې د خپراوی پیل:
شهید منهاج الدین ګهیځ د ۱۳۴۷ لمریز کال د سلواغې په دویمه نېټه د “ګهیځ “اونیزې په خپراوی لاس پورې کړ، نوموړی په دې وخت کې د ارزاقو په ریاست کې دنده تر سره کوله، ګهیځ یوه بیدارونکې رڼا او یو ویښوونکى غږ ؤ، نه د مادیاتو د لاسته راوړنې یوه وسیله.
شهید منهاج الدین ګهیځ د هغو شخصیتونو څخه ؤ چې د یوې لنډې او متحرکې پروسې په لړ کې په ملتونو کې هغه بدلون غواړی چې ټول ولس باندې داسې اغېز وکړی چې د هغوی ایمان او عقیده نوره هم ژوره شی او یو داسې مدنی خوځښت را پیدا شی چې روحانی اړخونه پکې ښکاره او ژوندی وی.
شهید ګهیځ، زیات تمرکز پر لوستی او با سواده قشر باندې درلود، ځکه هغه غوښتل د زده کړو لرونکو کسانو په وسیله د اسلامی او معاصرو علومو رڼا د افغانستان هر کلی ته ورسوی او ملت د غیر اسلامی جراثیمو نه پاک کړی.
ګهیځ داسې متحرک شخصیت ؤ چې له یوې خوا یې ګهیځ اونیزه چلوله او له اسلامی حرکت سره یې مرسته کوله او له بلې خوا یې د وخت د رژیم په جرړو کې د شوروی د کمونیستی نظام له اغېزو، د امریکا امپریالستی نظام او د افغانستان دننه له فاشیستی، کمونیستی او ملحدو ډلو او عناصرو سره په پوره شجاعت او مېړانه مبارزه کوله.
له همدې امله ؤ چې نوموړی په ګهیځ جریده کې د ټولو سترو اسلامی او معاصرو علماوو او پوهانو مرسته ترلاسه کړه او داسې په زړه پورې اسلامی او ملی مطالب به یې خپرول چې تر ننه پورې افغانستان کې بیا نه دی تکرار شوی.
ګهیځ په داسې یو له شوره او زوږ ډک او انقلابی پړاو کې مبارزه کوله چې نړۍ پکې ټوله د تحول او بدلون پر ژۍ ولاړه وه او په افغانستان کې د اسلامی فعالیتونو لپاره حالات ډېر تنګ او سخت وو.
افغانستان د شهید ګهیځ په وخت کې د بدلون لوی ډګر ګڼل کېده، پخوانی شوروی اتحاد هم په دې هېواد کې هغه وخت د خپلې خوښې بدلون لپاره وخت مناسب وګاڼه چې زموږ ملت نږدې یوه پېړۍ له انګریزی استعمار سره په پوره زړورتیا او مېړانې جګړه وکړه او د بریتانیا لوی قوت یې له ناکامۍ سره مخ کړ. په دغه وخت کې ګهیځ په وضعیت پوه ؤ او غوښتل یی چې افغانستان د شوروی اتحاد د یرغل نه وژغوری او ملت د شوروی اتحاد د ناپاکو ارادو څخه خبر او را ویښ کړی.
د ژوند وروستی کلونه:
شهید منهاج الدین ګهیځ د خپل ژوند وروستی کلونه د کابل په ګذرګاه سیمه کې تېر کړل چې د سیاسی لوبو مرکز ؤ. نوموړی د هېواد د هغه وخت له وضعیت څخه په بشپړه توګه باخبره ؤ، شوروی اتحاد له اوږدې مودې غوښتل چې پر افغانستان یرغل وکړی او یا کم تر کمه په دې هېواد کې خپل اغېز او نفوذ ته له بېلابېلو لارو پراختیا ورکړی، په عملی توګه شوروی اتحاد هغه وخت پر افغانستان باندې خپله پانګونه پیل کړه چې انګریزی استعمار دلته تر دریو پرله پسې جګړو وروسته ماتې وخوړه، بیا دغه بهیر د سردار محمد داود خان په رژیم کې لا زیات شو او بالاخره د ۱۳۴۳لمریز کال د مرغومی په میاشت کې د شوروی اتحاد تر سرپرستۍ لاندې په افغانستان کې د خلق ډیموکراتیک ګوند جوړ شو چې دلته د شوروی اتحاد د کمونیست ګوند یوه څانګه ګڼل کېده.
د دغه ګوند تشکیل او جوړېدل د شوروی اتحاد له لوری د افغانستان د نیولو د سټراټیژۍ لومړی عملیاتی پلان ؤ.
شهید منهاج الدین ګهیځ د شوروی اتحاد په نیت پوه ؤ او تل یې هڅه کوله چې افغان ملت ویښ کړی او د شوروی اتحاد د ناپاکو ارادو څخه یې با خبر کړی. هغه پر دې هم ښه پوه ؤ چې د خلق ډېموکراتیک ګوند د شوروی اتحاد له خوا اداره کېږی او بالآخره د افغانستان د خپلواکۍ په زیان دی، ځکه یې نو په ډېره مېړانه د کمونیستانو مخالفت وکړ او ملت یې د اسلامی ارزښتونو د ساتنې لپاره وهڅاوه ګهیځ له اسلام او اسلامی نهضت سره د زړه له کومې خواخوږی درلوده، نوموړی د هغو پوهانو له ډلې څخه ؤ چې د دعوت او وطن پالنې په اړه پوره جدی ؤ او طبیعتا یې بې پروایی نه خوښوله، هغه د وخت او د حالاتو په حساسیت او سیاسی اوضاع او چلند باندې ښه پوهید. ګهیځ تل د اسلامی دعوت په لار کې ځوانان هڅول او هغه کار یې ترسره کولو چې د اسلام او وطن په ګټه یې ګڼلو، نوموړی هڅه کوله چې اسلامی علماء او وطن دوسته پوهان لکه: ارواښاد استاذ مولوی احدی وردګ، ارواښاد فرقانی، ارواښاد پیمانی او داسی نور له ځان سره ملګری کړی او د دوی مقالې، مطالب، تبصرې او علمی څېړنې د هېوادوالو د فکری رغونې لپاره د ګهیځ جریدې له لارې خپرې کړې چې په کم وخت کې د ګهیځ جریدې د شهرت یو اساسی عامل هم دغه ګڼل کېږی.
ګهیځ د ډېرو ښو ځانګړتیاو تر څنګ د هغو با وقاره او پر ځان باوری مبارزینو څخه ؤ چې فطرتا یې ځان او خپل صف پر مخالفینو لوړ ګاڼه او د اوچتې حوصلې، روحیې او مورال څښتن ؤ، سره له دې چې کمونستان او د هغه وخت حکومت د اسلامی نهضت مخالفت کوو، هغه په ډېره مېړانه د ګهیځ جریدې نشراتو ته ادامه ورکړه او د هېوادوالو د فکری رغونې لپاره یې ډېرې هڅې وکړې.
سره له دې چې وروسته بیا سیاسی وضعیت او شرایط ډېر سخت شول خو بیا هم شهید منهاج الدین ګهیځ په زغرده د ټولو مخالفو عناصرو سره مبارزه کوله او ورځ په ورځ د ګهیځ جریدې لوستوونکی ډېرېدل، ځکه چې ګهیځ د مقالو، لیکنو، تبصرو او محتوا له اړخه ژوندۍ جریده وه او د یوه با ایمانه ټیم د کار او هڅو په پایله کې خپرېده.
د ګهیځ ویناوې، فعالیتونه او دریځونه د هغه د آرمان ښکارندوی او پر خپلو اصولو د یو ټېنګ انسان دریځونه وو. نوموړی څومره چې په خپل ژورنالیستی او سیاسی ژوند کې پرمختګ وکړ، هغومره خپلو اسلامی او ملی اصولو او موخو ته نږدې کېده او حوصله یې نوره هم پراخیده د شهید منهاج الدین ګهیځ ورور ارواښاد سعدالدین شپون له یوې مجلې سره په خپله یوه مرکه کې د ګهیځ په اړه وایی: «ګهیځ د ژورې مطالعې خاوند ؤ، ډېره ښه روانه انګرېزی یې لوسته او ویله».
د “ګهیځ” اونېزې د لیکنو محتوا:
بل خواته “ګهیځ” یوه خپلواکه اونیزه جریده وه، چې د منهاج الدین ګهیځ په امتیاز او مسؤولیت یې د ۱۳۴۷ لمریز کال د دلوې پر ۲مه نېټه په خپرونو پیل وکړ او پر همدغه ورځ یې لومړۍ ګڼه چاپ کړه، د شهید منهاج الدین ګهیځ جدیت او مسؤولیت د دې جریدې په پاڼو کې له ورایه څرګندېږی چې په خپل خپرنیز بهیر کې یې تل د هېواد، سیمې او نړۍ پر حالاتو په زړه پورې لیکنې خپرولې، د واکمنو او عام ولس پاملرنه یې خپلو مسؤولیتونو ته را اړوله.
ارواښاد صباح الدین کشککی د” دهه قانون اساسى افغانستان” نومې کتاب په ۵۴ مخ کې په دې اړه یو ځاى داسې لیکی: ” د ۱۳۵۱ لمریز کال په مرغومی کې صدراعظم موسی شفیق په خپل یو مطبوعاتی کنفرانس کې وویل: “دا د حکومت دنده ده چې په هېواد کې د اسلام ضد تمایلاتو مخنیوى وکړی.” ګهیځ جریدې د موسی شفیق د دغو څرګندونو په اړه په یوه تبصره کې ولیکل چې: “د صدر اعظم دغه څرګندونې په دې ارزی چې پر هغو تبصره وشی، ځکه مخکینیو حکومتونو اسلامی مسایلو ته رښتینې پاملرنه نه ده کړې او زموږ په ټولنه کې یې د دینی اصولو څخه انحراف یوازې د سیاسی ډلو تر منځ د نظر اختلاف بللى”
“ګهیځ” همدارنګه په دې تړاو ولیکل چې: “دینی مسایلو ته د پخوانیو حکومتونو د ناپامۍ له امله چې ټولنه څومره زیانمنه شوې ده، د هغې د مخنیوی لپاره د صدراعظم موسی شفیق په څېر زړورتیا او صریحه لهجه د زیات ارزښت وړ ده.”
ګهیځ اونیزه، په خپل وخت کې د وېښتابه یو داسې غږ ؤ، چې نړۍ یې د آخرت ښیښه ګڼله، دین او نړۍ یې د پوهې پر وریښمین مزی نښلول.
دغې اونیزې په خپله لومړۍ ګڼه کې لیکلی دی چې: «موږ د اسلام مقدس دین د ساینس، تخنیک او د ځمکې پر مخ د ترقۍ او پرمختګ لپاره د هر ډول امکاناتو څخه د کار اخیستلو او د فضاء د یوې برخې د تسخیرولو مخالف نه ګڼو او دغه راز عقیده لرو چې په هرې ټولنې کې صالح او سالم تمدن او د پوهې او ساینس له لارې د انسان پرمختګ هېڅکله د اسلام د سپېڅلی دین په مخ کې خنډ نه شی کیداى، بلکې زموږ پوره باور دى چې د بشریت د هوساینې لپاره د خداى اوامرو ته غاړه ایښودل او په ژوندانه کې فعالیت کول دواړه لازم دی.»
شهید منهاج الدین ګهیځ په خپله یوه بله لیکنه کې لیکی: “دا لیدل شوی چې په شرق کې د افغانانو په څېر هېڅ قوم د اسلام دین، د خپرېدو لپاره خپل سرونه نه دی قربان کړی او نه هېڅ قوم د غرب سیاسی او مذهبی استعمار ته دومره کلکه څپېړه ورکړې ده. تاریخ شاهد دى چې زموږ خلکو د خپلو معتقداتو (باورونو) او عنعناتو د ساتنې په لار کې سختې قربانۍ ورکړی دی، د هېواد اوسنى نسل دا مکلفیت لری چې خپل ټول دینی او ملی نوامیس د خپل ژوند په بیه وساتی.”
ګهیځ اونیزه یوه سیاسی، ټولنیزه او فرهنګی نشریه وه چې په خپل وخت کې یې د امریکایی امپریالیزم او شوروی کمونیستی سیاستونو او افکارو پر خلاف په شدت مبارزه کوله.
دغې اونیزې جریدې په خپله ۱۵۰ مه ګڼه کې د ۱۳۵۱ لمریز کال د چنګاښ په یوولسمه نېټه د “اسرائیل یا ولایت پنجاه ویکم امریکا” تر سر لیک لاندې په یوه مقاله کې د اسرائیلو او امریکا اړیکې افشاء کوی او د نړۍ د ټولو مسلمانانو نه غوښتنه کوی چې متحد شی او دغه نا مشروع موجود یعنې اسرائیلو سره مبارزه وکړی.
ګهیځ اونیزې د غیر اسلامی فعالیتونو پر خلاف سخته مبارزه کوله، د هغه وخت د حکومت غیر اسلامی کړنې یې غندلې او حکومت یې ملامتوو؛ ځکه هغه وخت کې حکومت په اسلامی فعالیتونو باندې سخت بندیزونه او فشارونه لګولی وو. دغه اونیزه په خپله یوه ګڼه کې لیکی: «حکومت باید په دې پوه شی چې هېڅکله هم نشی کولای د خلکو خولې بندې کړی او که څو کسه هم ونیسی او زندانو کې یې بندی کړی، په سلګونو او زرګونو نور کسان به د حکومت د ناوړو کړو په اړه وغږیږی. که حکومت غواړی چې دې مبارزینو دغه جدال پای ته ورسېږی نو باید حکومت له خپلو دغو کړنو په شا تګ وکړی او باید د خپل نا اسلامی او د ملی مصالحو خلاف دریځ څخه په شا شی”
شهید منهاج الدین ګهیځ په داسې سختو شرایطو کې مبارزه کوله چې له یو خوا حکومت او له بلې خوا نورو سیاسی ډلو ټپلو د اسلام خلاف فعالیتونه کول او د هر اسلامی حرکت د له منځه وړلو لپاره یې پلانونه جوړول. په داسی حال کې ګهیځ په پوره مېړانې او زړورتیا سره د ټولو مخالفو عناصرو په خلاف مبارزه وکړه او د خپلو موخو تر لاسه کولو کې بریالی هم ؤ. هغه تل د افغان ولس فکری رغونې لپاره وجنګیده او د ګهیځ رڼا یې خپره کړه. منهاج الدین ګهیځ د خپلې ټولنې پر نبض پوهیدلی ؤ، هغسې چلند او مبارزه یې کوله چې ولس یې بیدارولو او په خپله همدې مبارزه کې مخ په وړاندې لاړ او د افغانستان هرې سیمې ته یې د ګهیځ خوشبویه پیغام ورسولو.
د منهاج الدین ګهیځ شهادت:
شهید منهاج الدین ګهیځ د ۱۳۵۱ کال د وږی پر ۱۶ مه، په خپل کور کې له دوه نورو میلمنو سره ګډ د یوې وسله والې ډلې لخوا د ماښام د ډوډۍ خوړولو پر مهال په شهادت ورسید. د منهاج الدین ګهیځ وژنه په ډېره مرموزانه ډول پلان او عملی شوه، چې تر اوسه هم اصلی قضیه خلکو ته په سمه توګه نه ده څرګنده.
د نوموړی د شهادت په اړه څېړونکو بېلابېل لاملونه او کېسې ذکر کړې دی، د حقیقت التواریخ (افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر) کتاب لیکوال یې په اړه لیکی چې: د منهاج الدین ګهیځ د وژلو په اړه ویل کېږی چې د نوموړی قاتلین د ده کور ته له نمبر پلیټ پرته په یوه روسی جیپ ډوله موټر کې ورغلی وو او د همدې لیکوال په قول ویل کېږی چې د منهاج الدین ګهیځ په وژنه کې د بالاحصار د کومانډویی قطعې لومړی برید من فیض محمد مسعودی او د “ابلوف “په نامه د شوروی د سفارت یو کارکوونکی چې په اصل کې د (کې جې بې) جاسوسی سازمان غړی ؤ، لاس درلود.
د منهاج الدین ګهیځ د وژل کېدو پر وخت د فعالو رسنیو او لیکوالو له لیکنو او شهادتونو څخه څرګندېږی چې د ګهیځ د مرګ پلان د شوروی اتحاد د جاسوسی سازمان (کې، جې، بې) له لوری جوړ شوی ؤ، د منهاج الدین ګهیځ تر شهادت وروسته د ګهیځ جریدې خپرونې د دوه نیمو میاشتو لپاره وځنډېدې، بیا وروسته د ۱۳۵۱لمریز کال د لیندۍ پر ۲۶مه نېټه ګهیځ جریده د اروښاد مولوی عبدالرب احدی وردګ په مسؤولیت خپرونې پیل کړې.
ماخذونه:
۱-حقیقت التواریخ (افغانستان از امیر کبیر تا رهبر کبیر)
۲- دهه قانون اساسى افغانستان
۳-ګهیځ اونیزه

د “ګهیځ“ اونېزې د خپراوی پیل:

د “ګهیځ“ اونېزې د لیکنو محتوا:

گهیځ