بلخ کې د تالاشۍ په پلمه یو کور ته د تلونکو غلو دوه تنه ووژل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلی، د هغو څلورو وسلوالو غلو له ډلې دوه یې امنیتی ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی، چې یو کور ته د تالاشۍ په پلمه ورغلی وو.

مسوولینو ویلی، چې یاد غله د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د امنیتی ځواکونو له نوم څخه په استفادې د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلی وو، چې د ځایی امنیتی سرتېرو له لوری تر پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه نور یې وتښتېدل.

د بلخ امنیې قوماندانۍ ویلی، چې د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دی.

له وژل شویو کسانو دوه میله کلاشنکوفونه هم پاتې شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.