معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د دوحې ناسته کې په خصوصي سکټور او مالي مسایلو باندې خبرې کیږي

د دوحې ناسته کې په خصوصي سکټور او مالي مسایلو باندې خبرې کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته کې به په خصوصي سکټور، بانکي او مالي مسایلو او له نشه یي توکو سره په مبارزې خبرې – اترې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست مشر ذاکر جلالي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د دوحې تېرو ناستو په خلاف درېیمه ناسته کې د افغانستان پلاوي ګډون ته شرایط برابر شوي دي.

جلالي زیاته کړې، د دوحې درېیمې ناستې اجنډا ښيي، چې دې ناسته کې به په خصوصي سکټور، مالي او بانکي مسایلو، له نشه یي توکو سره په مبارزې او بدیل باندې یې خبرې – اترې وشي.

که څه هم ذاکر جلالي د دوحې درېیمې ناستې په اړه څه ناڅه جزیات ورکړي، خو دا یې نه دې ویلي، چې سرپرست حکومت به دغې ناسته کې په کومه کچه ګډون وکړي.

د دوحې درېیمه ناسته به د روانې جون میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل او د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس