کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۴مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان په داخل او بهر کې د اسټرالیا پر وړاندې د افغان کرکټ بریا په پراخه کچه ستایل شوې ده.
د خبر پربنسټ تېره ورځ او شپه په خوست، ننګرهار، زابل، پکتیکا او یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو د اسټرالیا ماتول په ولولو سره نمانځلی دی.
د نړۍ په ګڼو نورو ځایونو کې هم د افغان لوبډلې پرونۍ بریا په پراخه کچه ستایل شوې او خلکو یې په اړه خوښی څرګنده کړې.
په ټولنیزو رسنیو کې نړیوال هم د افغانستان په دغه بری حیران شوی دی.
د هند پخوانی کرکټر وسیم جعفر پاکستانی رسنیو ته په اشارې لیکلی، د افغانستان داسې بریاوې ته د توقع خلاف نه دی. افغانان د نړۍ هره لوبډله ماتولی شی او پرون یې بیا دا ثابته کړه.
انګلنډ مېشتی د کرکټ مبصر مېچل واغان لیکلی، افغانستان له داسې لوبې او بری سره د نړیوال جام پایلوبې ته د رسېدو زرین چانس لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ