کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاو شېنګ سره کتلی.
دواړو لورو په دغه کتنه کې د افغانستان روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې، د هغه روغتیایی مراکزو هر اړخیز ملاتړ، چې د چین هېواد له لوری جوړ شوی، په روغتیایی برخه کې د پانګې اچونې او د ساری ناروغیو د کنټرول او مخنیوی په اړه خبرې کړې دی.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر د افغانستان او چین ترمنځ اړیکې اړینې بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د هر اړخیزې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه کړې او ویلی یې دی، چې په دې ډول به د دواړو هېوادونو د روغتیا په برخه کې همکاری او همغږی لا پراخه او پیاوړې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ