کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچه ويلي، چې افغانستان کې د اقتصادي خوځښت او ثبات راوستلو لپاره د ښځو کارموندنه مهم رول لري.
نوموړې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، د بازار متنوع کول، د نوښت پیاوړي کول او د محلي اقتصاد تقویه کول د ښځو د کار و بار او اوږدمهالې سوکالۍ ته وده ورکوي او پر مرستو د دوی تکیه کول راکموي.
مېرمن یودیچه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یو ویډیويي کلیپ بیا خپور کړی، چې دې ویډیو کې یوه ښځه وايي، د کوچني پور په اخیستلو توانېدلې چې خپل شخصي کاروبار ته وده ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/