کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسی رییس ذاکر جلالی ویلی، چې د دوحې درېیمې ناستې پرانېسته به له اجنډا سره سم نن د جون په ۳۰ مه ځایی وخت د ماښام ۶:۴۵ پیل او په ۸:۴۵ به پای ته ورسیږی.
نوموړی ویلی، چې د دغې دوه ورځنۍ ناستې په لومړۍ ورځ به پر مالی او بانکی بندیزونو او خصوصی سکټور خبرې کیږی او په دوهمه ورځ به د نشه یې توکو پرضد د مبارزې او پرمختګ په اړه خبرې اترې وشی.
نوموړی زیاته کړې، د یادو بحثونو له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسما پای ته رسیږی.
جلالی همداراز زیاته کړې، چې د غونډې پای ته رسېدو وروسته که د غونډې ځینی استازی چا سره ناسته کوی، په یادې غونډې پورې تړاو نه لری.
د افغانستان په اړه د قطر پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو درېیمه ناسته کې د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهد په مشرۍ پنځه کسیز پلاوی دغې غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته رسېدلی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ