کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سیاسی چارو او سولې برخه کې مرستیالې روزمری ډیکارلو د دوحې درېیمه ناسته ګټوره بللې.
نوموړې چې د افغانستان په اړه د دوحې روانې درېیمې غونډې مشری کوی، د غونډې لومړۍ ورځې له خبرو وروسته یې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو درېیمه ناسته ګټوره پیل شوه.
نوموړې زیاته کړې، له افغانانو سره د مرستې لپاره د اصولی تعامل په تمه یو.
په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفی د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېیمې ناستې پرانیست غونډه کې له ګډون وروسته ویلی، د غونډې موخه په افغانستان کې د ثبات او امنیت ټینګول دی.
نوموړی دا هم ویلی قطر ژمن دی چې د تېرو غونډو په تعقیب په افغانستان کې له سرپرست حکومت سره د مستقیم تعامل په رڼا کې ګڼې ژمنې پیاوړې کړی، د افغانانو کړاو کم او د مختلفو ننګونو په حللاره موندلو او راتلونکو فرصتونو کې د پانګونې له لارې له دوی سره مرسته وشی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ