معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

قطر کې د افغانستان په تړاو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دوحه کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو دوه ورځنۍ ناسته پای ته ورسېده.

د خبر پر بنسټ په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د شاوخوا ۲۵ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان سرپرست حکومت له پلاوي سره د رسنیو له حضور پرته خبرې وکړې.

دې ناستې ته د سرپرست حکومت پلاوي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د افغانستان پیغامونه ټولو ګډونوالو هېوادونو ته ورسېدل.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان د خصوصي سکتور سره د همکارۍ او د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او بدیل معیشت په برخه کې د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري، چې اکثره هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ خبره وکړه.

په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزماري دي‌ کارلو هم چې د دې ناستې مشري یې کوله، د یادې غونډې په پای کې وویل، هیله‌ منده ده چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ترسره شويو خبرو او تعامل له لارې د حکومتولۍ برخه کې پرمختګونو راشي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس