‏په تېرو ۱۶ کلونو کې افغانستان د نړۍ د هېوادونو تر منځ د ماشومانو د تلفاتو په تړاو تر ټولو مخکې دی

ګهیځ: نن یکشنبه (د مرغومی ۱۲مه) په تېرو شپاړسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ زره ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق په خپل تازه راپور کې ویلی، په افغانستان کې له ۲۰۰۵ کال بیا تر دې دمه شاوخوا ۲۸۵۰۰ ماشومانو ته په جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې چې په ټوله نړۍ کې د جګړو له امله د وژل شوو ماشومانو تر ټولو لوړه سلنه ښیی.
د یونیسف د معلوماتو پر بنسټ دغه ارقام په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې ۲۷ سلنه جوړوی. یونیسف ویلی چې پر افغانستان سربیره، یمن، سوریه او شمالی اتوپیا هم په دغه موده کې د ماشومانو مرګ ژوبله لرله.
سرچینه وایی افغانستان په پر له پسې کلونو کې د ماشومانو لپاره خونړی هېواد و او تمه لری چې له دې وروسته په دغه هېواد کې یاده شمېره صفر ته راښکته شی.
یونسف همدا راز په ټوله نړۍ کې په تېره په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ماشومانو د حقونو پر نقض اندېښنه ښیی او وایی سلګونه زره داسې پېښې ثبت شوې چې په کې د ماشومانو حقونه نقض شوی له همدې امله ټولو ته په کار ده چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره همکاری وکړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.