ایران د مخدره توکو د جرم په تور دوه افغانان په دار وځړول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بشری حقونو سازمان خبر ورکړی، چې دوه تنه افغان اتباع د شېراز په زندان کې اعدام شوی دی.

د خبر پربنسټ دغه سازمان راپور ورکړی، چې د علی الله بخش او افضل الله بخش په نوم دغه دوه کسان د شېراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوی دی.

علی او افضل خپلو کې نږدې خپلوان بلل شوی، چې درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوی وو.

ایران یو له هغو هېوادونو دی، چې د اعدامونو کچه په‌ کې لوړه ده او له همدې امله د بشری حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې هم کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.