محترم قاضي محمد حسن اسلامي یو له هغه ګوتو په شمار شخصیتونو څخه دی چې زمونږ د تېر دور د اسلامي مبارزاتو او د نن عصر هلو ځلو ته پیوند ورکوي، له نېکه مرغه قاضي صاحب د نورو ګڼو کمالاتو تر څنګ د ښه قلم خاوند هم دی، د ګهیځ جریدې او د شهید ګهیځ د مبارزاتو د یوه عیني شاهد په توګه یې خپلې ځینې خاطرې او تأثرات لیکلي چې له هغه په مننې سره یې د لوستوالو مخې ته ږدو. «د ګهیځ ټولنې اداره»
چپي فعاليتونه او ګهيځ:
هلته چې د کابل فضا د چپيو (کمونيستانو، ماؤيستانو، امپرياليستانو او متعصبو قوم ګرايانو) ناروا شعارونو او دین ستيزه فعاليتونو خړه پړه کړې وه، د پرديو په زور او د دوی په شور روانو فعاليتونو زرق او برق يې د سړي سترګې خیره او پيکه کولې.
په دغسې لوغړنه فضا کې روغ انسان لار ورکوله، او ډېرو پکې ځان او ايمان غبرګ وبايلل، څوک پکې کارمل شول، څوک پکې تره کی، حفیظ، اناهيتا، خيبر، سلیمان لايق، دستګير، بارق شفیعي، نجيب، قادر او رفيع، بل او بل شول، چې وروسته يې آن وطن هم پکې خرڅ کړ.
روسان يې راوستل او د هېواد کور په کور يې وګرځول او هېواد يې ورقباله کړ او دوی په لږ او ډېر مزد په خپل کور کې ورسره بېواکه مزدوران شول، خو دوی هلته هم په ځان لا نه وروړله چې د شوروي عسکر ورته ويل چې: دا وطن يا زمونږ (شورویانو) دی او يا د هغو په غرو کې پرتو بسمچيانو (مجاهدينو).
څوک پکې ميوندوال، عثمان لنډی، سيدال، بحرالدين باعث، غلام محمد پاپا، او بل او بل شول، چې ډېر ارزښتونه يې پکې وبايلل، خو د وطن سره د معاملې چانس لا په لاس ورنغلو ځکه خو د دوی د نخرو پته ونه لګیده، خو ټول له بهر څخه د استخباراتي کړيو له خوا تمويل او تشويقيدل، د پرديو ملاتړ، ډاډ او حمايې دومره زړور کړي وو چې په ظاهرخان او ظاهرخانۍ يې هېڅ چُرت نه خرابیده اسخباراتو يې د دربار همکاري هم ورته جلب کړې وه. نو ځکه ټولو منحرفو ډلګيو په بشپړ ډاډ او بې خطرې خپلو ايمان سوزه، دين ګريزه او دين ستيزه فعاليتونو ته زور ورکړی ؤ.
د ويښ ضمير څښتن:
هو! د تاريخ په همدغسې يوه خطرناک پېر کې په يو شمېر ځوانانو او مشرانو مهربان الله خپله پېرزوينه وکړه، د خپل دين، هېواد او ارزښتونو د ساتلو او پاللو او خدمت توفیق يې ور په برخه کړ.
له دغو بختورو انسانانو څخه يو هم د رسا قلم، تیز فکر او ويښ ضمير څښتن استاد منهاج الدين ګهيځ ؤ چې په حکمت سره يې د الله د سپېڅلې لارې توغ پورته کړ، ذهن يې وکاراوه، قلم ته يې نوی رنګ واچاوه، د قوي عزم، غښتلې ارادې، سپېڅلي فکر او کلکې عقيدې سره یي رسنيز ډګر ته راودانګل.
د هېواد په کړکېچنو حالاتو کې يې د اسلام د خپراوي، اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع ستر، مؤثر او معقول مورچل پرانيست، سوله ييزه کلتوري مبارزه يې پيل کړه، د خپل ولس د تنوير او بېدارۍ هلې ځلې يې په داسې طرز تر سره کولې چې د اصالت او معاصرت تر منځ يې يو رنګين امتزاج رامنځ ته کړ.
په اصولي او قانوني توګه يې خپل دعوت پيل او د (ګهيځ) تر رڼه عنوان لاندې يې د يوې رسالتمنې جريدې بنسټ کېښود، د هېوادپالو او اسلامپالو د برحقې مبارزې د ترجمانۍ لپاره يې يو ښه فرصت برابر کړ، او د ډېرو ايښي قلمونه يې بيا په حرکت راوستل.
غيور ملتونه، غافل واکمنان:
ګهيځ د هېواد پر افق د سبا ستوري په شان وځليد، ليکوال او لوستوال يې پيداکړل، مينه وال يې جذب کړل، د کابل ماحول يې روښانه کړ، او تر اطرافونو يې وړانګې خپرې شوې، دوستان يې ورځ تر بلې زياتېدل، دا تنکی ګهيځ د لوستونکو په مينه ـ مينه رالوی او ځوان شو، ورځ تربلې د پختګۍ خواته په حرکت کې ؤ، مسلمانانو ته يې امېدونه ورکړل، د اسلام سم دم، اصولي، عصري تحليل او تعبیر يې وکړ، د اسلام پر ضد روانو فکري بې لاريو او پکې پرتو خطراتو ته يې د خلکو توجه راواړوله، ځوان نسل يې د معنويت او معقوليت پربنا له ځان سره ملګری کړ، له تربيتي پلوه يې پورته کړ، د عصر د غوښتنو سره برابر او اړين معلومات يې د دوی پر مخ کې کېښودل، د دوی ذهني روزنه يې وکړه، او د علماوو پام يې د دوی درانه مسؤوليت او رسالت ته راواړاوه، د هېواد واکمن او مسؤولين يې پر هېواد راروان توپان ته متوجه کول، خو هغوی د غفلت، په خوب دومره غرق ويده او د اقتدار خمار هسې نېشه کړي وو چې نه له دین څخه خبر وو، نه د دنيا له حالاتو.
هلته په دفترونو، پوهنتونونو، او مکتبونو، لارو او کوڅو کې د پرديو په لمسون روانه بړبوکۍ يې ټوکې بللې، سره بیرغونه او د (هورا) شعارونه یې هسې بې خطرې د ماشومانو نارې او جنډې بللې.
له ځان، هېواد، او نړۍ بې خبره واکمنان همداسې وي، چې د هېواد د خواخوږو او هېواد پلورونکو تر منځ تميز ترې ګډوډ شي کله هغوی ټول په يوه تله تلي او کله خو د هېواد دښمنان لا درانه تلي، او هېوادپال يې بولي.
د تاريخ په اوږدو کې ډېرې داسې پېښې لرو او کېدای شي بارــ بار تکرار شي، د بې کفايته او بې بصیرته واکمنانو اوږد غفلت ملتونه همدارنګه د توپ خولې ته تړي او د پرېښانۍ او نابودۍ سره يې مخ کوي، چې بالآخره د ځان او وطن ساتلو ته حیران شي.
بل خوا له پرديو او استعمارګرو سره تل همدا ډول مسکن ټابلېټ وو او شته چې واکمنانو ته يې ورکوي او هغوی تر څه وخته پرې خوشاله، ډاډه او غافل ساتي، حقيقت دا دی چې د اسلامي هېوادو واکمنانو ته چې څومره ډېر او ښه چانسونه لاسته ورغلي همدومره ډېر او بد يې ضايع کړي او کوي يې.
دا مطيع قربانۍ ته چمتو، غیور او ژمن ولسونه! خو افسوس چې د سمو واکمانانو څخه محروم نه وای.
په ایمان او درايت بډای ګهيځ:
ګهيځ پر همدغسې حالاتو کې د هېواد پر افق وړانګې خپرې کړې، هغه د ولس د ارمانونو ښه ترجماني وکړه، مضامين يې چې اوس ګورې، سړي ته يې د ليکوالو د عمق، پوهې، دردمندي، خواخوږي او ويښتابه کچه معلومېږي، چې دا ټول يې د مؤسس او مدير په ايماني فراست، عقلاني درايت، اداري تدبير او ضمیر په ويښتابه دلالت کوي.
هو! منهاج الدین ګهيځ يو ويښ، خواخوږی، زړور او د ګوتو په شمېر له هغو میداني رجالو څخه ؤ، چې په ډېر زيات شوق او ذوق يې دا جريده د مالي امکاناتو او مادي ملاتړ په تشه کې پیل او ښه يې وځلوله او په ډېر لږ وخت کې يې د ځوان قشر، علماوو، پوهانو او ولس ملاتړ تر لاسه کړ.
نه یوازې دا چې آن د اسلامي نهضت ترشا يې د يوې قوي قلمي او فکري پښتوانې حیثیت خپل کړ، د ګهيځ قوي، علمي او فکري جرېدې د حالاتو د معالجې او ولس د غوښتنو ښه ترجماني وکړه او په هېواد کې د انحرافي افکارو د افشاء او د هغو د غیر معقولو تصوراتو د ردولو په هکله يې معقول، علمي، حکيمانه او جرأتمندانه ګام پورته کړ، د ځوانو ذهنونو د روښانولو په لاره کې يې مسلسل جد او جهد وکړ.
د کمونیزم او کاپيټاليزم غبرګ چلنج:
د ګهیځ جریدې کمونیستي او سرمایه داري نظامونه يې ښه تحلیل او معقول ردونه يې پرې وکړل، ګهيځ هغه قوي سنګر شو چې شوروي د (کې، جي ، بي) او د امریکا د (سي، آی ،اې) نوکران او د هېواد ډارن واکمنان يې وارخطا کړل، ځکه چې کمونیزم او سرمايه داري نظامونو نظريات يې ښه چلنج کول، او د هغوی په غیر فطريوالي يې قوي دلایل وړاندې کول او د هرې ګڼې را وتلو ته به يې ځوانانو د همدې په خاطر انتظار ویست تر څو هغه له چاپه راووځي او دوی خپله ورکه پکې ومومي، هو! هغه وخت نه دومره فکري کتابونو شتون درلود، نه دومره معلومات چا په ملي ژبو ترلاسه کولای شوی او په دې اعتراف کول هم بې ځايه نه دي چې ورباندې پوهېدل هم د هرچا د وس کار نه ؤ.
د روڼ سبا طليعه دار کمکی جمال:
ګهيځ د هېواد پر افق د تيارو لښکرې ماتولې او انحرافي پردې يې څيرولې، پر هېواد د يوه روڼ سبا د راختلو طليعه دار ؤ، نه يوازې دا چې دلته د انحرافي افکارو متصديان يې وارخطا کړل، بلکې له دې ور هاخوا د هغوی باداران يې په لړزه کړل، هغوی ويل چې: دا مردخیزه وطن کې کوم بل جمال را ونه ټوکېږي، ځکه هغه د علمي او فکري رسنيز سنګر ستر اتل ؤ. هو! دا وطن همداسې يو غرور لري، د همداسې استعدادونو تاريخ لري، دلته چې يو ځل د بېدارۍ غږ پورته شي بيا نړۍ راويښوي.
ځکه نو هغوی تصميم ونيو چې بايد دا غږ ژر چپ کړل شي، هغوی د افغان سيد جمال الدين د ويښتابه حرکت څخه خبر وو او بیا د يوه بل حرکت له څرک څخه يې وېره درلوده، او د جوانان مسلمان تنکي تحريک خو يې خوب له سترګو تښتولی ؤ، نو همغه ؤ چې د افغاني کمونیستانو په اصرار د روسيې په سفارت کې د (کې، جي، بي) په مرسته د کمکي جمال (منهاج الدين ګهيځ) د ترور منحوسه نقشه طرحه شوه او د خفاشانو په شان يې د کال ۱۳۵۱ د سنبلې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه په تور ماښام کې پر (ګهيځ) حمله وروړه، د ماښام په سوربخن شفق کې په خپل هستوګنځي کې يې په شهادت ورساوه. الله دې جنتونه ورکړي او لاره يې د تل له لارويو ډکه وي.
د ګهيځ په ايمان بډای ملګري:
له علمي او انساني منطق څخه بې برخې، مفلس، د زور، زرو او جبر په بنسټ ولاړ نظامونه چې خپلې مخې ته خنډونه وويني د هر تزوير په ذریعه چې وتوانېږي د له منځه وړلو هڅې يې کوي، خو له دې څخه غافل دي چې افکار او فکري دعوتونه په زور، وژنو او شهادتونو له منځه نه ځي ځکه د افکارو او فکري حرکتونو بدلول او له منځه وړل عقلي او ذهني قناعت ته اړتيا لري.
کمونیستانو د شوروي په نيغ تېري سره ګهيځ په شهادت ورساوه هغوی فکر کاوه ګهيځ د يوه فرد او يوه کار نوم دی، خو ګهيځ د يوه تحريک، يوې ټولنې او يوه فکري او فرهنګي سنګر عنوان او آدرس ؤ چې د يوه، دوو تنو په له منځه وړلو او شهيد کولو دا غږ نشوای چپ کېدلی او د يوه تن په شهادت پنځه او لس نور میدان ته راوځي او هغه توغ هسک ساتي.
همدغسې هم وشول د مظلوم شهيد استاد منهاج الدين ګهيځ د شهادت سره سم د جريدې مديريت او چلولو ته يې نور؛ امين او وفادار لاسونه پيدا شول د ګهيځ با ايمانه او ژمنو ملګرو يې دا سنګر تش پرېنښود او په شهادت مين استادان؛ لکه: مولوي عبدالرب احدي وردګ، مولوي قاضي عبدالسليم فرقاني او مولوي محمد عارف پيماني يو پر بل پسې میدان ته را وړاندې شول او د ګهيځ فکري او قلمي توغ يې په خپلو مبارکو لاسونو د نهضت د نورو سرخېلو په مشوره او مرسته هسک او رپانده وساته.
تر شهید ګهیځ وروسته د هېواد علمي، سياسي مبارز شخصيت مولوي احدي صيب د جريدې د امتياز خاوند په توګه وټاکل شو، تکړه ليکوال داعي، خوږ ژبی خطيب او باجرأته مبارز ځوان مولوي محمد عارف پیماني وردګ د مسؤول مدير په توګه ونومول شو او د هېواد مشهور عالم، قاضي او ليکوال مولوي عبدالسليم فرقاني وردګ خو لاپخوا د جرېدې مدير ؤ خپلې هر ډول همکارۍ ته يې دوام ورکړ.
د هېواد وتلی علمی، فرهنګي او دعوتي شخصيت استاد عبدالاحد عشرتي چې د جريدې زياته برخه مضامين د ده په رسا قلم ليکل کېدل او په بېلا بېلو مستعارو نومونو خپرېدل بيا هم د پامير د څوکې په شان په ګهيځ کې د لوړې همکارۍ سره پاتې شو، څارنوال رضوان محمد صيب هم پوره همکاري کوله او څارنوال محمد رسول (نقيب الله) صیب هم څه وخت هلته همکاري کړې ده. د نورو ګڼو ليکوالانو او ځوانانو؛ لکه: انجينير حبیب الرحمن شهيد او انجينير حکمتيار صیب به هم ليکنې ورکولې چې څارنوال صيب «نقیب الله» وايي ما په خپله د حکمتيار صيب يو مضمون وروړی ؤ، جريدې خپل نشراتي يون ته د داود خان تر کودتا پورې ادامه ورکړه او ترهغې چې په ۱۳۵۲ چنګاښ کې سردار داود خان کودتا وکړه او هر څه بند شول او مصادره شوه.
ګهيځ هم د ټولو فعاليتونو غوندې ودرول شو او دا نوميالي ملګري يې بيا د کمونیستي کودتا په اولو شپو ورځو کې ونيول شول او تر ننه يې زیارتونه د هېواد د لکونو شهيدانو په شان لادرکه دي، جنت يې ځای شه!
ګهيځ بيا راوخوت:
هلته چې د استاد منهاج الدين ګهيځ د ايمان او جرأت د دغې درنې سټې پر ککره د روسې تومانچې بدغونی شاجور خالي کېده، هلته چې د مېلمنو په منځ کې ګهيځ په سرو وينو لمبېده، هلته چې آرام کور يې په وير کښېناوه، هلته چې خواخوږي او ملګري يې پرېشانه پرېشانه کړل، هلته چې له روسي سفارته تر مسکوه د ګهیځ د شهادت زېري کېدل هلته چې خلق او پرچم د همدې آواز اورېدو ته غوږ غوږ ؤ او بالآخره دا بدرنګه، بزدله شرمېدلې دسيسه په داسې ډول تر سره شوه چې له الله پرته هېڅوک د ګهيځ د پوښتنې نه ؤ .
ملګرو يې یوازې وکولای شول په جنازه کې شرکت وکړي، دغه د ظلم او جبر داستان ته په کتو چا دا پتيلی شوای چې دا ورک، وژل شوی او شهيد شوی په خپلو وینو ګلګون ګهيځ به له نيمې پېړۍ وروسته بیا سر را اوچتوي، د ګهيځ د فکر او لارې رسالتمن او هدفمن وارثان به یو ځل بیا په دې لاره یون پيل کوي، بيا به د ايمان په مدرسه کې روزل شوي د جهاد او دعوت وارث نسل به د خپلو نېکو اسلافو لاره له ګردو پاکوي او د هغه د فکري مبارزې توغ ته به لاس کوي هغه به را اوچتوي په خپلو اوږو به يې اخلي.
هو! هغه څه چې تصور يې لرې او بعيد ښکارېده الله تعالی آسانه کړ. الحمد لله ثمّ الحمد لله! د اسلامي فکر ژمنو ځوانانو تصميم ونيو،کلک عزم یې وکړ، لاس په کار شول او د ګهيځ فکر يې ژوندی وساته چې د ګهيځ دوستان ورته مبارکي او آفرين وايي د دوی د مبارکو هڅو د دوام په هيله.
سپارښتنې:
نن د علم او ټکنالوژي د سحر آمېزه پرمختګ پر مټ د تن پر تن جګړو ځای قاره پیما راکټونو او له هغې پورته ذروي وسلو نيولي، نن نړۍ اقتصادي جګړې روانې کړي دي، خو د تمدنونو او افکارو جګړو هم زور اخیستی او میدانونه اکثره په همدې ګټل کېږي.
په دې جګړه کې تشدد نه چلېږي، د وسلو کارول، د بمونو چول، د زور او زرو کارول بې اثره دي، د فرعون زور او سحر، د هامان تزوير او شيادي، د قارون سرو سپينو خزانو رنګ بايللی دی.
نن يو حرکت د مستدلې لارې، معقول حرکت او د فکري قناعتونو پر مټ خلک له ځان سره روانولی او ساتلی شي، د هېوادونو اشغال ګټه نه لري، بلکې د زړونو فتحه کولو ته اړتيا ده، نو ګهيځ د ليکوالو او ژورنالېستانو ټولنه بايد علمي فرهنګي قناعت ورکوونکې لارې، چارې وکاروي، د خپل ځوان نسل د لارښوونې او سالمې توجيه لاره خپله کړي.
باید په کرار کرار، مدار مدار يې له ځانه سره واخلي، د علم په اهميت او فضیلت يې پوه کړي، د وخت ارزښت ورپه ګوته کړي، د ښو اخلاقو په ګاڼه يې سينګار کړي، د خپلو ديني او ملي ارزښتونو ارزښت ته يې پام راواړوي، له دين او وطن سره مينه يې په رګونو کې ور تزريق کړي، خپلواکي اهميت ورپه ګوته کړي، د غلامۍ او پرديو د نوکرۍ له کرغيړن، بد نام او سپک انجام څخه يې ووېروي، د عزت نفس د ساتلو لوړه روحيه ورکړي، په اسلام باندې د اعتزاز احساس پکې غښتلی کړي.
باید په ديني التزام يې روږدي کړي، لنډه دا چې د دين او هېواد د سرحدونو يو ساتونکی فکري پوځ ورڅخه تیار کړي د داسې نسل د روزلو په تکل کې شي چې شاه شجاع، کارمل نجيب بل او بل غوندې کسان پکې پيدا نشي.
وايې: له سید قطب شهيد څخه چې په محکمه کې څارنوال وپوښتل چې تاسو ولې د جمال عبدالناصر (د مصر د وخت جمهور رئيس) د وژلو پلان جوړ کړی ؤ؟ سيد په ځواب کې ورته وويل: نه! مونږ د داسې وړو کارونو فکر هم نه کوو، مونږ د سترو او لويو کارونو پلان لرو!
څارنوال: هغه څه دي؟ سيد: مونږ پلان لرو چې داسې يو نسل وروزو چې جمال ناصر غوندې خلک له سره په کې پيدا نشي!!
نو ګهيځ د ليکوالو او ژورنالیستانو ټولنه هم بايد په هېواد کې د رسالتمنو رسنيو تر څنګ د مبتذلو رسنيو په کلکه مقابله وکړي، د خپلو برنامو له لارې د يوه سم دم، روغ رمټ نسل د روزلو په تکل مضبوط ګامونه واخلي، او ملت ته د ټولنې د شته واقعيتونو د رښتیونې انځورګري او ترجماني لپاره ژمن او رسالتمن ژورناليستان او ليکوالان وړاندې کړي.
دا کار يو اوږد مهاله او طويل المدت کار دی کلک عزم، قوي اراده او پوره حوصله غواړي د بشري فطرت سره تعامل پېچلی او سخت کار دی، خو ناشونی نه دی، دا د يوې منډې او عجلې کار نه دی، مستمر او پلانيز کار غواړي، تصميم د بري لومړی شرط دی او وخت د علاج برخه ده.
د پرون خوبونه د نن حقایق دي او د نن خوبونه به د سبا حقايق وي ان شاءالله.
د الله تعالی لوی دربار ته د سوال لاسونه لپه کوو چې د ګهيځ د ټولنې مؤسسينو او کار کوونکو ته د دې ستر او پرځای عمل اجر ورکړي، برياوې يې دې نصيب شي، څو د ځوان نسل د سالمې اسلامي تربيې او ويښ ساتلو په لاره کې خپل رسالت ترسره کړي! و ما ذلک علی الله بعزیز.
الله تعالی د محسنينو اجر نه ضايع کوي.