کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د استازو په مجلس کې د ډیموکراټ ګوند څلورو مخکښو غړو له جوبایډن څخه غوښتي، چې له ډونالډ ټرمپ سره له دوامدارې سیالۍ لاس واخلي.
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې، لیکلي، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن له ټرمپ سره له وروستیو ناکامو مناظرو وروسته د دغه ګوند د مشرتابه لخوا پر بایډن له خپلې نوماندۍ څخه د په شا کېدلو لپاره فشار راوړی دی.
دا فشارونه په داسې حال کې زیات شوي، چې د امریکا اوسني ولسمشر جوبایډن تېره یکشنبه د امریکا د ازادۍ په ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې له ډونالډ ټرمپ سره د سیالۍ پر دوام ټینګار وکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/