معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / اقتصادي مرستیال وایي، اوس مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي

اقتصادي مرستیال وایي، اوس مهال له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال د صادراتي محصولاتو د پروسېس شپږ زونونو جوړولو ته په اشارې ویلي، چې دا مهال د هېواد له ۱۳ ولایتونو بهر ته صادرات کیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو د رامنځته کولو او د سوداګریزو تعرفو د ښو کولو په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې کوي.

د هغه په خبره سرپرست حکومت د صادراتو د کېفیت ښه کېدو په موخه د هېواد د بندرونو معیاري کولو په اړه له یو شمېر بهرنیو شرکتونو سره هم خبرې کوي.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او توازن په موخه د پنځه کلن پلان د عملي کېدو خبر هم ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس