معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان بین المللي بانک AIB د ساختماني موادو د تولید په برخه کې پانګونه کوي

د افغانستان بین المللي بانک AIB د ساختماني موادو د تولید په برخه کې پانګونه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د افغانستان بین المللي بانک یا AIB له رییس ابراهیم محب سره کتلي.

د خبر پر بنسټ محب په دغه کتنه کې د ياد بانک د خدمتونو، فعالیتونو او برنامو په اړه د سرپرست حکومت اداري مرستيال ته معلومات ورکړي او زیاته کړې یې ده، چې هېوادوالو ته د بانکي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د دې بانک فعالیتونه په عادي ډول دوام لري.

نوموړي ویلي، مسوولین یې په پام کې لري چې د بانکدارۍ د برنامو سربېره د روغتیا، ساختماني موادو د تولید او هوټلدارۍ په برخو کې هم پانګونه وکړي.

د سرپرست حکومت اداري مرستيال په دغه کتنه کې د بانکونو په ځانګړي ډول خصوصي بانکونو رول د هېواد د پرمختګ او پراختیا لپاره مهم بللی او ویلي یې دي، چې سرپرست حکومت له خصوصي سکتور څخه کلک ملاتړ کوي او هر ډول لازمې اسانتیاوې هم ورته برابروي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس