د غمرازۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کونړ ولایت پیاوړی ژورنالیست او په نوموړی ولایت کې د پژواک خبری آژانس پخوانی خبریال خان ولی سالارزی د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی. انالله وانا الیه راجعون

ښاغلی خان ولی سالارزی د کونړ ولایت او د هېواد د مشرقی زون په کچه یو پېژندل شوی او تکړه ژورنالیست و چې له دوو لسیزو راهېسې یې په کونړ کې د ملی راډیو تلویزیون د آمر او په یاد ولایت کې د پژواک خبری اژانس د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وه او د هېواد له یو شمېر نورو رسنیو سره یې هم همکاری درلوده.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او اداره په داسې حال کې چې د نوموړی مړینه د هېواد د رسنیو او ژورنالیستانو په لوی کور کې یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼی، متوفی ته له لوی الله څخه جنت الفردوس او پاتې کورنۍ ته یې د صبر او زغم غوښتنه کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.