د لومړی ځل لپاره اسان‌ خدمت څانګه کې د کونسلی خدمتونو وړاندې کول پیل شول

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لومړی ځل لپاره د احصایې او معلوماتو ملی ادارې له لوری په آسان ‌خدمت څانګه کې د کونسلی خدمتونو وړاندې کولو چارې پیل شوې.

د خبر پر بنسټ د بهرنیو چارو وزارت د کونسلی ریاست مرستیال بشیر احمد افغان ویلی، دغه وزارت څه موده وړاندې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ، څو هېوادوالو ته کونسلی خدمتونه تر پخوا په چټکۍ او آسانه توګه وړاندې او د هغوی د اسنادو کارونه لاس په لاس خلاص شی.

دغه راز د احصایې او معلوماتو ملی ادارې د آسان‌خدمت رییس جهادګل پاڅون ویلی، د کونسلی خدمتونو د وړاندې کولو هوکړه لیک خلکو ته د لا اسانتیاوو برابرولو په موخه لاسلیک شوی او د کونسلی چارو اړوند ټول خدمات په یوه ځای کې ورته وړاندې کیږی.

د مسوولینو په وینا د کونسلی خدمتونو په پیل سره به له دې وروسته د ماشومانو زېږون کارټ د لویانو په شان په چاپی ډول وېشل کیږی او دارالترجمې، د دولت قضایاوو او نورو ځایونو ته نه استول کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.