کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له استازو سره په کتنه کې تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې د خصوصی سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې کړی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو دغه کتنه کې د کور او ښار جوړولو له سرپرست وزیر څخه غوښتی، چې په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو موټرو لپاره د سړک، پُل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو په موخه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړی.
په ورته مهال د کور او ښارو جوړولو سرپرست وزیر ویلی، خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او مشخصات دې د یوه رسمۍ مکتوب له لارې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړی او د دغه وزارت اړوند ریاستونه به دغو ستونزو ته طرحه او پلان جوړ او عملی اقدام به وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ