کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان هېواد د کانونو او جیولوجي وزارت له مرستیال قدیرایف او مل پلاوي سره کتلي.
د خبر پر بنسټ دې کتنه کې د کانونو اکتشاف او کیندنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا، کاني توکو د صادراتو او پروسېس په اړه خبرې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو د څېړنو او ګډو مطالعاتو د ترسره کولو په موخه د لاسلیک شویو تړونونو پر پلي کولو ټینګار کړی.
نوموړي د ازبکستان پانګوال افغانستان کې د هایدرو کاربونونو او جامدو کانونو د استخراج او پروسېس کې پانګونې ته هڅولي دي.
بل لور ازبکستاني پلاوي د شویو تړونو د پلي کولو ترڅنګ د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
دغه راز دې کتنه کې دواړو لوریو د ګډو مطالعاتو پروژو په مشخصولو ژمنه وکړه، چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/