په خورا خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پښتو ژبې لیکوال، شاعر، څېړونکی، نامتو تاریخپوه، کیسه لیکونکی، کره کتونکی او سیاسي مبارز همېش خلیل د ۹۴ کلونو په عمر له فاني نړۍ سترګې پټې کړې دي.
انالله و انا الیه راجعون
مرحوم استاد همیش خلیل د ۱۹۳۰ زېږدیزکال د اپرېل پر ۱۱مه د کوزې پښتونخواه د پېښور په بر تهکال سیمه کې زېږیدلی او په خټه مومند ؤ. په پنځه کلنۍ کې یې د خپل کلي په مدرسه کې سبق پیل کړ وروسته یې د پېښور د اسلامیه کالج ولوست او بیا یې خصوصي سبقونه پیل کړل چې د زدکړې په جریان کې یې د (نغمه زار) په نامه لومړۍ شعري ټولګه هم چاپ شوه. د خدای بښلي همیش خلیل په بېلابېلو ورځپاڼو، اخبارونو او مجلو کې یې هم ګڼې مقالې او لیکنې خپرې شوې دي.
نوموړي لسګونه کتابه لیکلي چې ځینې مشهور یې دادي: حضرت عثمان ذو النورین، پښتانه لیکوال، د غره ګلونه، د فکرونو ډېوې، ورکه خزانه، زما سندرې، مومن خان شیرینۍ، آدم خان درخانۍ، د قلم خاوندان او داسې نور.
مرحوم همېش خلیل د ګڼو نورو پښتنو قلموالو په څېر د ادب او هنر پر مجال سربېره سیاسي مبارزه هم کوله او له همدې امله څو ځله د پاکستان د وخت د حکومت له خوا نیول شوی او په بېلابېلو زندانونو کې د بندي په توګه ساتل شوی دی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او غړي پداسې حال کې چې د دغه خوله ور او قلم پال لیکوال او شاعر مړینه د پښتو ادب او تاریخ لپاره یوه ستره ضایعه ګڼي، نوموړي ته له الله نه جنت او پاتې کورنۍ او ټولو پښتو قلموالو ته د زړه صبر او اجر غواړي.