معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان او ترکمستان چارواکو پر ټاپي پروژې خبرې کړي

د پاکستان او ترکمستان چارواکو پر ټاپي پروژې خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر اسحاق دار له خپل ترکمنستاني سیال سره د افغانستان او ټاپي پروژې په اړه خبرې – اترې کړي.

د خبر پر بنسټ اسحاق دار د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په دې کتنه کې د ټاپي پروژې په ګډون د اقتصادي او انرژۍ په برخو کې د همکارۍ پر ودې هم ټينګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، داوړو لوریو ژمنه کړې چې د سیاسي، اقتصادي او دفاعي برخو په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو د لاپراخولو او ژورولو لپاره ګډې هڅې ګړندۍ کړي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ټاپي پروژې عملي کار له هرات پیل شو، خو څه موده وروسته یې چارې د امنیتي ګواښونو له امله وځنډېدې.

تر اوسه سرپرست حکومت او ترکمنستان نه دي ویلي، چې د ټاپي پروژې عملي چارې به کله پیل شي؟

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس