شبرغان کې د ګازی برېښنا د تولید پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د اسد  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د چینایی یلو‌ریور شرکت له مسولینو سره شبرغان د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولېد پروژې په تړاو د همغږۍ ناسته کړې.

د خبر پر بنسټ د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د یاد چینایی شرکت له مسوولینو سره شبرغان کې د ګازو له سرچینو څخه د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د چارو د ارزونې په دې ناسته کې د چارو د چټکتیا او عملی پیل په اړه خبرې کړې دی.

نوموړی د یادې پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې د یاد شرکت مسولینو ته ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی، چې ډېر ژر دې له کانونو او پټرولیم وزارت سره اړینه همغږی رامنځته او د پروژې عملی چارې دې ژر پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.