کابل-ګهیځ نیوز(د اسد ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مس عینک قراردادی کمپنۍ رییس شانګ د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د مس عینک کان د استخراج عملی چارو د پیل په مراسمو کې ویلی، چې د یاد کان د استخراج چارو د پپل په برخه کې لویه ستونزه د بشپړ امنیت تامین و، چې اوس دغه ستونزه حل شوې.
نوموړی ویلی، د امنیت په ټینګښت سره به اوس د دغه کان د استخراج چارې په ښه او معیاری ډول مخې ته لاړې شی.
دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک کان استخراج د کاری فرصتونو په برخه کې د هېوادوالو لپاره ګټور بللی او ډاډ یې ورکړی، چې د دې کان د استخراج ټولې چارې به د کانونو او پټرولیم وزارت له لایحې او معیار سره سم پرمخ لاړې شی.
دغه کان چې د نړۍ دوهم ستر د مسو کان بلل کیږی، د استخراج چارې یې تر ۱۵ کلن ځنډ وروسته نن بېرته پیل شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ