کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایی خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کابل کې له تور زېړی ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلی، چې که څه هم اوس مهال د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د دې ناروغۍ د تشخیص او پېژندنې مراکز موجود دی او په اتو ولایتونو کې د درملنې خدمات تر سره کیږی، په نږدې راتلونکی کې به په لسو نورو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د مرکزونو پرانیسته وکړی.
نوموړی زیاته کړې، که څه هم په افغانستان کې د ژېړی ناروغۍ کچه د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده، خو په خبره یې چې د اټکلونو له مخې په تېره لسېزه کې له سل زرو ډېر کسان په ژېړی اخته شوی دی.
د هغه په خبره تېر کال په افغانستان کې د دې ناروغۍ د شاوخوا ۱۵ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی، چې له دې جملې څخه ۱۲ زره د بی هیپاټیټیس ناروغان او ۱۳۰۰ د سی هیپاټیټیس ناروغان ثبت شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ