کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند خبر ورکړی، چې امیرالمؤمنین د غور د والي سربېره د دې ولایت د استيناف، ابتدایه او نظامي محاکمو له رییسانو، د ریاستونو له رییسانو، ولسوالانو او سرتېرو سره کتلي.
د مجاهد په خبره دې کتنه کې د غور ولایت مسوولینو او چارواکو خپلې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړي.
په دې لیدنه کې د حکومت امیر د اسلامي نظام د استحکام، د شریعت تنفیذ او د لاسته راوړنو په ساتلو د ټینګار ترڅنګ مسوولینو ته د مشرانو په پوره اطاعت او پرکشرانو د شفقت کولو، له اختلافاتو د ځان ساتلو او ښه خدمت کولو ته هڅولي او لازم هدایات او توصیې یې ورته کړې دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/