د ترکیې ولسمشر د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځی مداخلې ګواښ وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمنی “ډی‌پی‌اې” خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فلسطین په ملاتړ اسراییلو ته د پوځی مداخلې ګواښ کړی.

د یاد آژانس په وینا اردوغان پرون یکشنبه د خپل عدالت او توسعې ګوند یوې غونډې ته چې د تور سمندر په ساحلی ښار ریزې کې جوړه شوې وه، دا څرګندونې کړی دی.

اردوغان په لیبیا او نګورنو قره‌باغ کې د خپل هېواد پوځی مداخلې د بېلګې په توګه یادې کړی او ویلې یې دی، چې دوی ممکن ورته کار له اسراییل سره هم وکړی.

ترکیه په لیبیا کې په پوځی پرسونل او تجهیزاتو سره د هغه حکومت ملاتړ کوی، چې نړیوال یې په رسمیت پېژنی.

ترکیې په نګورنو قره‌باغ کې هم چې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، په پوځی وسایلو او ډرون الوتکو سره د اذربایجان ملاتړ کړی دی.

اردوغان په خپلو پرونیو څرګندونو کې د خپل هېواد دفاعی صنعت ستایلی او ویلې یې دی، هېڅ داسې کار نه شته چې دوی یې د ترسره کولو وس ونه لری.

له کله چې اسراییل پر غزې بریدونه پیل کړی، د اسراییل او ترکیې اړیکې کړکېچنې شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.