د نړۍ ګڼو چارواکو د اسماعیل هنیه پر شـ.ـهادت خواشینی ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حمـ. ـاس غورځنګ د سیاسی مشر پر شهادت د نړۍ ګڼو مشرانو غبرګون او خواشینې ښودلې.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د نوموړی شهادت سیاسی لامل بللی، چې په خبره یې په سیمه کې به د لا ترینګلتیا ګواښ زیات کړی.

د افغان حکومت لوړ پوړی غړی انس حقانی دا ستره ضایع بللې او ویلی یې دی، چې د همداسې سترو انسانانو د وینو لیکې د آزادۍ لار ترسیموی.

حزب الله ویلی، د اسماعیل هنیه شهادت به د مقاومت په ټولو برخو کې د دوی هوډ لا ځواکمن او پیاوړی کړی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلی، د هنیه وژنه په کلکو ټکو غندی.

د الجزیرې لپاره د فلسطین د ملی مقننه شورا مرستیال ویلی، موږ د ستر ملی مشر هنیه شهادت خواشینی کړی یؤ، خو خپل مقاومت ته به دوام ورکړو.

اسماعیل هنیه د ایران  ولسمشر د لوړې مراسمو ته له قطر څخه ورغلی و، چې هلته د خپل یو ساتونکی سره یوځای په وسلوال برید کې په شهادت ورسېد.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.