معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / د غزې په روانه جګړه کې ۱۰ زره اسراییلي عسګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

د غزې په روانه جګړه کې ۱۰ زره اسراییلي عسګرو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلي يديعوت احرنوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسراییلي عسکرو د تلفاتو شمېر په بې ساري ډول زيات شوی.

يادې ورځپاڼې ويلي، چې په روانه جګړه کې تر ۱۰ زورو پورې اسرایيلي عسکرو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

دا ورځپاڼه زياتوي، چې هره مياشت تر زرو پورې اسرایيلي عسکر د دفاع وزارت رواني صحي مراکزو ته د درملنې لپاره مراجعه کوي.

بلخوا اسراییلي اشغالګر پوځ په ياده جګړه کې تر دمګړۍ د خپلو يوازې ۶۸۹ عسکرو د وژل کېدو او ۴ زره ۲۵۲ تنو د ژوبل کېدو پخلی کړی، چې ياد ارقام له حقيقي شمېرو سره په ټکر کې دي.

اسرایيلي ازادې رسنۍ ادعا کوي، چې د پوځ لخوا خپاره شوي ارقام د جګړې د تلفاتو د کم ښودلو هڅه ده او له دې لارې غواړي، چې د اسرایيلي پوځ روحيات وساتي.

د مرګ – ژوبلې ترڅنګ اسراییلي آزادې رسنۍ وايي، زرګونه نور اسراییلي پوځیان چې له جګړې را ګرځېدلي، په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

په دغه روانه جګړه کې زرګونه اسراییلي ټانګونه، شوبلې او موټرې هم له منځه تللي او يو شمېر اسرایيلي ډرون الوتکې د فلسطين جهادي ډلو نيولی هم دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس