پکتیکا کې سېلابونو له مرکز شرنې سره د درې ولسوالیو لارې تړلی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې په دغه ولایت کې د راوتلو سېلابونو له امله د دریو ولسوالیو لارې له مرکز شرنې سره تړل شوې دی.

د خبر پر بنسټ دغه لارې تېره شپه د خیرکوټ، یوسف‌ خېل او اومنه ولسوالۍ د شدید باران او سېلاب شاهدې وې.

په یاد ولایت کې د سېلابونو د لارو بندېدو سربېره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکې، څو کورونو او یو روغتیایی مرکز ته زیان رسېدلی دی.

د مسوولینو په وینا د خیرکوټ ولسوالۍ په پایندخېلو سیمه کې د سېلابونو له راوتلو وروسته ګڼې کورنۍ په خپلو کورونو کې بندې پاتې دی.

د سرپرست حکومت چارواکو د یادو لارو د بېرته خلاصېدو او د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو د کره شمېر په تړاو تر اوسه څه نه دی ویلی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.