کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان مالیې وزیر ویلی، چې له چین، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو څخه یې د خپل هېواد د پورونو د ورکړې موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
نوموړی زیاته کړې، پاکستان ۱۲ میلیارده ډالره پوروړی دی او د پیسو له نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیارده ډالرو د نوی پور تصویب ته په تمه دی.
پاکستان تمه لری چې د دې میاشتې تر پایه به د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۷ میلیارده ډالرو په ګډون د نوی پور پروګرام تصویب او وروستی شی.
د پاکستان مالیې وزیر ډاډ ورکړی، چې د پایداره اصلاحاتو په تعقیب د هېواد اقتصاد د ثبات په لور روان دی.
نوموړی د مالیې د سیستم پر پیاوړتیا، د شفافیت پر ښه والی او د انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو پر پلی کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اوسنی حکومت هم په دې برخه کې کوټلی ګامونه پورته کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ