کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر د پکتیکا قومی مشرانو سره ناسته کې ویلی، چې د دغو څه باندې ۴۵۰ مخابراتی سایټونو له ډلې ۲۵ یې پکتیکا ته په پام کې نیول شوی دی.
د دې وزارت د وزیر په وینا دا مخابراتی سایټونه به د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې جوړ شی، څو د ټولو ولسوالیو اړوند سیمې تر مخابراتی پوښښ لاندې راشی.
دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتی خدمتونو بې برخې دی او د تېرو شلو کلونو پر مهال د دې سیمو اوسېدونکو ته هېڅ کار او پاملرنه نه ده شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ