معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د راتلونکې وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د سالنګ لار تړل کیږي

د راتلونکې وږي یا سنبلې میاشتې په لومړۍ نېټه د سالنګ لار تړل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۱ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویه لار د کانکریټ اچونې تر بشپړېدو پورې د را روانې وږي میاشتي په لومړي نېټه د هر ډول وسایطو پر مخ تړل کیږي.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، د سالنګونو لویې لارې د دریو برخو پاتې کارونه یې پیل کړي او د کانکریټ اچونې چارې به هم نږدې ورځو کې پیل شي.

یاد وزارت همدا راز ویلي، کوچني مسافر وړونکي وسایط کولی شي، د یادې لویې لارې له چمتو شوې فرعي مسیر څخه تګ – راتګ وکړي.

سالنګ لویه لار چې شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي

یوه له مهمو ترانزیټو لارو ده.

د دې لارې په معیاري جوړېدو به نه یواځې دا چې خلکو ته په سفر کې اسانتیاوې راشي او ور سره به سوداګري او اقتصاد هم وغوړیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس