تورخم کې د ګمرک د تصفیې ټولنې کار بندیز اعلان کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستان لور ته په تورخم کې د ګمرک د تصفیې د ټولنې کارکوونکو د موقتی سفری اسنادو پر ضد کاربندیز اعلان کړ.

هغوی ویلی، تر هغو به کار نه‌ کوی چې د پاکستان حکومت پر موټر چلوونکو لګېدلی محدودیتونه لرې نه‌ کړی.

د پاکستان حکومت یوازې هغو موټر چلوونکو ته د تګ – راتګ اجازه ورکوی، چې موقتی سفری اسناد ولری.

دغه پرېکړه چې د اګست له لومړۍ نېټې څخه تطبیق شوې، ګڼ شمېر موټر چلوونکی له ستونزو سره مخ کړی دی؛ ځکه چې د سفر موقتی اسناد نه‌ لری.

موټرچلوونکی وایی، د پاکستان سفارت په کابل کې او د افغانستان کونسلګری په پېښور کې د یادو سفری سندونو په ورکولو کې ځنډ کوی، چې د دوی کارونه یې اغېزمن کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.