معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د پاکستان دوه پوستې افغان ځواکونو له منځه یوړې

تورخم کې د پاکستان دوه پوستې افغان ځواکونو له منځه یوړې

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې تېره ورځ ناوخته افغان سرحدي ځواکونو د تورخم نښته کې د پاکستاني لوري دوه پوستې له منځه وړې دي.

د دې وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د دې نښتې لامل په اړه ويلي، د تورخم په غورکي سیمه کې د فرضي کرښې په استقامت پاکستاني ځواکونو پر افغان سرحدي ځواکونو ډزې وکړې، چې افغان ځواکونه متقابلو ډزو ته اړ شول.

نوموړی زیاتوي، چې پاکستاني لوري د ملکي خلکو کورونه هدف کړل، چې یوه مېرمن او دوه تنه ماشومان یې له امله شهیدان شول.

بل لور ته پاکستاني لوري ته د نښتې پر مهال د درې پاکستاني عسکرو د وژلو او پنځو تنو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

ځایي سرچینې وایي، چې سیمه کې وضعیت لا هم عادي حالت ته نه دی ستون شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس