د پاکستان پوځ تایید کړه، چې د استخباراتو پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان پوځ ویلی، چې د استخباراتی ادارې پخوانی مشر متقاعد جنرال فیض حمید یې نیولی دی.

د پاکستان پوځ ویلی، د پوځی استخباراتی ادارې پخوانی مشر جنرال فیض حمید یې نیولی او پر ضد یې د پوځی قوانینو لاندې دوسیه پیل کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلی، چې حمید یې د پاکستان د سترې محکمې د هغه حکم په اساس نیولی چې د نوموړی په اړه یې د درغلیو په مقدمه کې ورکړی و.

پوځ زیاته کړې، د سترې محکمې له حکم سره سم یې تحقیقات پیل کړی چې د ټاپ سټی په نوم قضیه کې د جنرال فیض حمید پر ضد د شکایتونو کره‌ والی معلوم کړی.

حمید د ۲۰۱۹م کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۱م کال تر نومبر پورې د پاکستان د استخباراتی ادارې یا ISI مشر و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.