کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایت امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۸ کسانو ته مرګ – ژوبله اوښتې. د یاد ولایت امنیې قومندانۍ ویلي، دغه پېښه د لعل و سرجنګل ولسوالۍ په چشمه سفید سیمه کې د یوه پلنکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د روغتیایي مسوولینو په وینا دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنو ژوند بایللی او ١٤ تنه نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا ټپیان د درملنې په موخه ولایتي روغتون کې دي، چې د ډېری ټپيانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.
د دغې پېښې لامل د موټر تخنیکي ستونزه ښودل شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/