افغان حکومت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان وروستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلی، کومو ستونزو او ګواښونو نسبت چې افغانستان ته کیږی، په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږی.

د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت استازی اصف درانی د افغانستان په تړاو ویلی، که نړۍ افغانستان ته پام ونه کړی، نو د سپټمبر ۱۱ مې بله پېښه رامنځته کېدای شی.

همدې څرګندونو ته په غبرګون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلی، د درانی څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او د هرې نړیوالې پېښې احتمال له پاکستان شته.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپلې اېکس پاڼې ویلی، افغانستان اوس یو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچینو په کارولو سره د اقتصادی ځان ‌بسیاینې لپاره هلې – ځلې کوی.

تکل ویلی، د افغانستان حکومت توانېدلی چې داعـ ـش ډله په بشپړ ډول وځپی خو د ډیورنډ فرضی کرښې هغې غاړه کې یې د داعش د پټنځایونو له منځه وړل د دې ډلې په نابودۍ مشروط شوی دی.

نوموړی ټی ټی پی د پاکستان کورنۍ مسله بللې چې کورنی حل غواړی او افغان حکومت د خپل نېک نیت ثبوت ورته له پخوا وړاندې کړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.