کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټبال ۱۷ کلنې ملی لوبډلې کوربه تاجکستانۍ لوبډلې ته یو په صفر ماتې ورکړه.
دغه لوبه تېره شپه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د مرکزی اسیا فوټبال اتلولیو سیالیو په لړ کې ترسره شوه، چې په کې افغان لوبډلې کوربه تاجکستان ته ماتې ورکړه.
دا د افغان لوبډلې دوهمه پرلپسې بریا ده. د فوټبال ۱۷ کلنې افغان ملی لوبډلې تر دې وړاندې د قرغزستان لوبډلې ته هم دوه د صفر په مقابل کې ماتې ورکړې وه.
د مرکزی اسیا ۱۷ کلنو ځوانانو فوټبال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کیږی، چې د زمری میاشتې پر ۲۷مه نېټه پیل شوې او د وږی میاشتې تر ۳مې نېټې به دوام وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ