معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سوداګر تورخم لار له ستونزو ډکه بولي

افغان سوداګر تورخم لار له ستونزو ډکه بولي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تازه مېوو او سبزیو یو شمېر افغان سوداګرو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره کتنه کې ویلي، تورخم کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنیږي.

پاکستان هر کال د افغان مېوو او سبزیو د رسېدو پر مهال د بېلابېلو دلایلو له مخې کله هم لار تړي او ځینې مهال پرې تعرفې لوړوي، چې زیان یې افغان سوداګرو او بزګرانو ته اوړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال افغان سوداګرو سره ناسته کې د ستونزو د حل او د اساسي حل لارو د موندلو ژمنې کړي.

نوموړي دا هم ویلي، دوی هڅه کوي څو په تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.

افغان سوداګرو همداراز له هېواده بهر د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې د زیاتوالی خبر ورکړی او ویلي یې دي، د افغانستان مېوې او سبزۍ اوس ډېرو هېوادونو ته صادریږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس