معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

نن د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۷  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو، بادونو، دوړو او سېلابونو را وتلو اټکل کړی دی.

د خبر پر بنسټ دغې ادارې ويلي، نن چهارشنبه به په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.

یادې ادارې دغه اټکل په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ، غزني، پکتيا، پکتيکا او خوست ولایتونو کې کړی دی.

د هواپېژندنې ادارې دغه راز زیاته کړې، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختيځو، شمالي، سوېلي، ختيځو او مرکزي ولایتونو کې هم د بادونو، دوړو او خاورو د پېښېدو اټکل وي او په بېلابېلو سیمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۹۰ کیلومترو پورې وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس