کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۸ مه نېټه)
وروسته له هغې چې کابل او پکتیا کې د بیزو تڼاکې د دوه شکمنو پېښو د پېژندلو په اړه راپورونه خپاره شول، د عامې روغتیا وزارت چارواکو ویلی، په افغانستان کې تر اوسه د دې ناروغۍ کومه شکمنه یا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلی، که د بیزوتڼاکې شکمنه یا مثبته پېښه ولیدل شی، نو د عامې روغتیا وزارت له لوری به اعلان شی.
تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د روغتیایی سرچینو د څرګندونو له مخې ویلی وو، چې په کابل او پکتیا کې د دغې ناروغۍ دوه شکمنې پېښې ثبت شوې دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو شاوخوا یوه اونۍ مخکې اعلان وکړ، چې د بیزوتڼاکې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوی هڅې کوی.
تر دې دمه په پاکستان، سویډن او افریقا کې د بیزوتڼاکې پېښې ثبت شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ