کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې روان لمریز کال په هېواد کې پر ۲،۱۴ میلیونه هکتاره ځمکې غنم کرل شوی.
د دوی په وینا له دغې اندازه ځمکې تر ۵ میلیونه مټریک ټنو پورې غنم ترلاسه شوی، چې دا د تېرو کلونو په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیی.
د یاد وزارت په خبره افغانستان دامهال ټولټال ۷ میلیونه مټریک ټنه غنمو ته اړتیا لری، چې له دې ډلې څخه یوازې ۵ میلیونه ټنه یې هېواد کې د ننه تولیدیږی او څه باندې یونیم میلیون ټنه نور باید له بهره وارد شی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ، د روان لمریز کال په لومړیو دریو میاشتو کې له پاکستان، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، قزاقستان، هند، ترکمنستان او متحده عربی اماراتو څخه د ۱،۶ میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۷ زره میټریک ټنه غنم هېواد ته وارد شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ