کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین منګولیا هېواد ته په سفر تللی.
د دې سفر په ترڅ کې اروپایی کمېسیون له منګولیا څخه غوښتی، چې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره پر خپلو ژمنو ودریږی او دې هېواد ته د سفر په لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ونیسی.
منګولیا له ۲۰۰۲م کال راهیسې هغه ژمنې منلی، چې د روم د کړنلارې غړی یې باید اجرا کړی.
د اروپایی کمېسیون ویندوی ویلی، دوی د دې سفر په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او په منګولیا کې یې د خپل پلاوی له لارې د جرمونو د نړیوالې محکمې په اړه خپل دریځ په زغرده روښانه کړی دی.
ده همداراز ویلی چې اروپایی اتحادیه په اوکراین کې د نړیوالې جنایی محکمې د تحقیقاتو ملاتړ کوی او د ټولو دولتونو د همکارۍ غوښتنه کوی.
له کله چې د جرمونو نړیوالې محکمې پر اوکراین د روسیې د یرغل په لړ کې د جنګی جرمونو په خاطر د روسیې د ولسمشر د نیونې حکم صادر کړی، دا لومړی ځل دی چې ولادیمیر پوتین د جرمونو د نړیوالې محکمې یوه اړوند هېواد ته سفر کوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ