د افغانستان فوټسال ملی لوبډله سبا له کوربه تایلنډۍ لوبډلې سره لوبه کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان فوټسال ملی لوبډله د کانټننټل جام سیالیو په پایلوبه کې سبا له کوربه تایلنډۍ لوبډلې سره مخامخ کیږی.

د خبر پر بنسټ که افغان لوبډله په دې سیالۍ کې بریا خپله کړی، نو د جام اتله لوبډله به ونومول شی.

افغان لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د دې سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ لوبډلې ته پنځه د یوه پر وړاندې ماته ورکړه، د سې شنبې په ورځ یې له کوېټ څخه ماتې وخوړه، خو تر هغه وړاندې یې د ګواتمالا لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

له دې سیالیو څخه موخه د فوټسال راتلونکی نړیوال جام ته چمتووالی دی، چې د روانې سپټمبر په ۱۴مه نېټه به د ازبکستان په کوربتوب پیل شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.