له عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو پر وېستلو هوکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې امریکا او عراق له بغداده د امریکا په مشرۍ د ایتلافی ځواکونو پر وېستلو هوکړه کړې.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلی، چې د دغې هوکړې له مخې به د راتلونکی زېږیز کال تر پایه سلګونه سرتېری له عراقه ووځی او پاتې ځواکونه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه له دې هېواده بهر شی.

په بهرنیو چارو کې د عراق د لومړی وزیر سلاکار فرهاد علاوالدین ویلی، له واشنګټن سره د ایتلافی ځواکونو د وتلو په اړه تخنیکی خبرې – اترې بشپړې شوی، خو د دغه پلان د جزیاتو په اړه یې څه نه دی ویلی.

د معلوماتو له مخې اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایی سرتېری په عراق کې مېشت دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.