کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلی، د روان زېږدیز کال له می میاشتې څخه تر اکتوبر پورې به ۱۲ میلیونه ۴۰۰زره افغانان د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخامخ شی.
دغې ادارې زیاته کړې، چې له دې شمېرې کابو دوه مېلیونه تنه یې خوراکی توکو ته بیړنۍ اړتیا لری.
د خبر پر بنسټ افغانستان کې د درې اعشاریه نهو میلیونه تنو له ډلې چې دوه اعشاریه اته میلیونه یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی، په شدیدې خوارځواکۍ اخته شوی دی.
بل لور د اقتصاد وزارت په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب علت د بندیزونو لګول، د هېواد د اسعاری زېرمو کنګل کېدل او اقلیمی بدلونونه یاد کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ