کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د نایجیریا د شمال مرکزی برخه کې د تېلو د یو ټانکر په چاودنه کې ۴۸ تنو ژوند بایللی دی.
د نایجیریا د ملی اضطراری ادارې مسوولینو ویلی، چې پېښه د نایجر په ایالت کې هغه وخت وشوه چې د تېلو ټانکر د یو بل موټر سره وجنګېد.
چارواکو ویلی، د تېلو موټر د یوې لارۍ سره جنګېدلی چې حیوانات هم په کې بار وو.
په دې پېښه کې ګڼ شمېر نورو موټرو ته هم زیان رسېدلی، چې د پېښې پر وخت په سیمه کې موجود وو.
سیمه ییزو رسنیو ویلی چې دوو نورو موټرو هم په ټکر کې اور اخیستی و.
د نایجیریا د ملی اضطراری ادارې ویاند حسین ابراهیم رسنیو ته ویلی، چې په دې پېښه کې تر دا مهاله د ۴۸ تنو مړی موندل شوی، خو لا هم مسوولین د ټکر سیمې په پاکولو باندې بوخت دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ