کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اقتصاد وزارت مسوولینو ویلی، چې د روان لمریز کار کال له پیله تراوسه یې ۷۳ غیر دولتی بنسټونو ته د فعالیت جوازونه وېشلی دی.
د اقتصاد وزارت ویاند زیاته کړې، چې د ۷۳ غیر دولتی بنسټونو له منځه دوه یې بهرنی بنسټونه دی.
د دغه وزارت ویاند زیاتوی چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲ زره ۴۷۷ غیردولتی موسسې فعالیت کوی، چې له دې منځه ۲زره ۱۹۹ کورنۍ او ۲۷۸ بهرنۍ موسسې دی.
بل لور د کانونو او صنایعو خونه د کورنیو او بهرنیو غیردولتی ادارو فعالیت د کاری فرصتونو په رامنځته کولو او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناک ګڼی او ټینګار کوی، هغه ادارې چې د بشری مرستو په برخه کې فعالیت کوی، باید خپلې مرستې په زیر بنایی برخو کې ولګوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ