ترکیه افغانستان سره د چاپېریالی مسایلو په برخه کې همکاری کوی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د چاپېریال ساتنې ملی ادارې له رییس سره په لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې له افغانستان سره د چاپېریالی مسایلو په برخه کې ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دی.

د خبر پر بنسټ دې لیدنه کې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې رییس ویلی، هیله لری چې له ترکیې سره د چاپېریالی موضوعاتو، د تکنالوژیو او تجربو لېږد او ظرفیت لوړونې په برخو کې ګډې همکاری ولری او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شی.

نوموړی زیاته کړې، د چاپېریال ساتنې ملی اداره د ټولو نړیوالو کنوانسینونو تعهداتو ته ژمنه ده، خو په خبره یې نړیوال د چاپېریالی مسایلو په برخه کې له افغانستان سره لازمه همکاری نه کوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.