معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ترافیکي پېښو تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۲ سوه کسانو ژوند اخیستی

ترافیکي پېښو تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۲ سوه کسانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترافیکو ریاست مسوولین ويلي، چې هېواد کې د تېرو شپږو میاشتو پرمهال شاوخوا ۲ زره ۷۰۰ ترافیکي پېښې شوي دي.

د دوی په وینا دغو ترافیکي پېښو کې ۱۲ سوه کسانو ژوند بایللی او څه باندې ۴ زره نور کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

موټر چلوونکي بیا د معیاري سړکونو نشتون او د ځینو موټر چلوونکو بې غوري د دغو پېښو اصلي لامل بولي.

تر دې وړاندې د ترافیکو عمومي ریاست هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د یوې طرحې خبر ورکړی و.

د هغې له مخې به د برېښنایي مدیریت طرحه په هغو پنځو لویو لارو کې عملي شي، چې تر ټولو ډېرې ترافیکي پېښې په کې کیږي .

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس